ملا برادر: د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي.

ملا برادر: د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي. افغانستان
د اسلامي اردو سرتېري

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو څخه د ۸۵۰ ځوانو منسوبینو فراغت غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت مشران دې ته ژمن دي چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي، تر څو په ښه شان سره د اسلامي نظام او ګران هېواد افغانستان د مقدسې خاورې او ميړنيو ولسونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ملي اردو مجاهدو سرتېرو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسؤلين که په هر مقام کې دنده پرمخ وړي ستاسو ترڅنګ ولاړ دي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې دا هيواد او ازادي موږ ته چا خيرات نه ده راکړې دا مو د ډېرو او بې شمېره فدايانو، استشهاديانو د غوښو او هډونو او د مجاهدينو د قربانيانو په بدل کې ګټلې ده.

د یادونې وړ ده، چې نن د خالد بن ولید قول اردو څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

تړلي موضوعات