۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۸۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۸۵۰ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۸۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملی دفاع وزارت وایي، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له نظامي ښوونیز مرکز د بېلابېلو قطعاتو او جزتامونو څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د اسلامي امارت ټول مشران او مسئولین ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او دې ته ژمن دي چې یوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي.

نوموړي له فارغینو غوښتنه کړې، چې د اسلامي نظام او افغانستان له مقدسې خاورې او ولسونو څخه په کلکه دفاع وکړي.

په ورته مهال فارغ شوو منسوبینو هم د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د خپل ولس او هېواد له سرحدونو څخه به په کلکه دفاع کوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد نظم اخلال کړي.

تړلي موضوعات