ایران او پاکستان دې له زغم کار واخلي

ایران او پاکستان دې له زغم کار واخلي سیاست
ایران او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ او یو پر بل بریدونه د اندېښنې وړ دي

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر خپرولو سره د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ او یو پر بل بریدونه د اندېښنې وړ بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې پر خپله ایکس پاڼه کاږلي، چې اسلامي امارت پر دواړو هېوادونو غږ کوي، چې له زغم کار واخلي.

بلخې زیاتوي، دا چې سیمه له بې ثباتیواو تپل شوو اوږدو جګړو وروسته د امن او ثبات ساه اخلي، نو داوړو لورو ته پکار دي چې د سیمیز ثبات لاټینګښت برخه کې هڅې وکړي او ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

دا پداسې حال کې ده ، چې ایران تېره سه شنبه ناوخته پاکستان کې د ایران مخالفې وسلوالې ډلې یو شمېر مرکزونه پر توغندیزو بریدونو سره په نښه کړل، چې په ځواب کې یې پاکستان نن سهار مهال د ایران پر بلوچستان او سیستان کې د پاکستان حکومت ضد وسلوالې ډلې یو شمېر مرکزونه پر توغندیو وویشتل.

تړلي موضوعات