د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ناسته کړې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ناسته کړې افغانستان
نن هم له پاکستانه ۵۰۰ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له پاکستان نه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ناسته کړې ده.

وزارت زیاته کړې، په دې ناسته کې د کمېټو رئیسانو د خپلو کړونو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړی او د هغو کډوالو په اړه چې هېواد ته راستانه شوي او سرپناه نلري بحث شوی دی.

خبر کې راځي، چې دغه غونډه کې همداراز د کندهار دامان ولسوالۍ او غیبي کلا د ګچ خانې کوچیانو د ستونزو پر حل هم خبرې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پر داسې مهال ناسته کوي چې نن هم له پاکستانه ۵۰۰ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې یاد کډوال د کډوالو چارو ریاست سره تر ثبت وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي هم دي.

تړلي موضوعات