۳۶۴ تنه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۳۶۴ تنه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي افغانستان
۳۰۰ تنه هرات او ۶۴ نور یې په کندهار کې تداوي شوي دي

د کندهار امنیه قومنداني وایي، ۳۶۴تنه په نشو روږدې یې تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلې دي.

د یادې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد حریت نيوز ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د روږدو له ډلې یې  ۳۰۰ تنه هرات او ۶۴ نور یې په کندهار کې تداوي شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، ياد شمېر روږدي چې د کندهار او هلمند اوسېدونکي پکې شامل دي  د کندهار او هرات امنیه قومندانیو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریتونو پر هڅو او همغږۍ تر ۴ او ۶ میاشتنۍ تداوي او روغتیا ترلاسه کېدو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره په ټول هېواد کې د نشه یي توکو د کر، پیراو پلور ترڅنګ د یادو توکو پراستعمال هم کلک بندیز لګېدلی او د هېواد له ګوټ ګوټ په نشو روږدي راټول او تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات