۲۱۵ عزم قول اردو شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۵۲ تنه منسوبین فارغ شول

۲۱۵ عزم قول اردو شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۵۲ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
فارغینو له هېواد څخه د دفاع لپاره خپله ژمنه تازه کړه

د ملی دفاع وزارت وایي، د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له ښوونیز مرکز څخه ۶۵۲تنه ځوان منسوبین له درېیو میاشتو مسلکي، عقیدتي او نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه هڅې یې د ملي اسلامي اردو د مسلکي کولو په موخه پیل کړې دي چې په هره دوره کې په سلګونو منسوبین له مسلکي، نظامی او عقیدتي زده کړو وروسته د هېواد او هېوادوالو د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کېږي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د دې قول اردو استادانو او مسئولینو د فارغینو د مسئولیتونو او د هغوی زړورتیا ته په اشارې سره ویلي، دا ستاسو د قربانیو ثمره ده چې نن په هېواد کې شریعت تطبیق، د ملي اسلامي اردو تشکیل د مسلمانانو ځوانانو څخه جوړ ده او په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.

په دغو مراسمو کې فارغینو له هېواد څخه د دفاع لپاره خپله ژمنه تازه کړه او نظامي نمایشات او مانورونه یې ترسره کړل.

تړلي موضوعات