تېره ورځ ۴۹ کډوالې کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې

تېره ورځ ۴۹ کډوالې کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې افغانستان
یاد ۴۹ کورنۍ کډوال چې ټولیز شمېر یې ۲۴۳ تنه کېږي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې تېره ورځ له ۲۰۰ تنه زیات افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد ۴۹ کورنۍ کډوال چې ټولیز شمېر یې ۲۴۳ تنه کېږي د تورخم او بولدک له لارو بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

وزارت زیاته کړې، چې راستنې شوې کورنۍ یې ترثبت وروسته د مرستو په موخه نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندلې، چې له هرې کورنۍ سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرستې هم ترسره شوې دي.

تړلي موضوعات