په افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰محلي ټولګي جوړوي

په افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰محلي ټولګي جوړوي افغانستان
چې ۱۴۰ زره افغان ماشومان به پکي زده کړې کوي

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي غواړي په نږدې راتلونکې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې ۹۵۰ محلي ټولګي رامنځته کړي. 

یونیسف په دې تړاو په خپله اېکس پاڼه تیره ورځ ویلي، چې د جنوبي کوریا په مالي ملاتړ په افغانستان کې ۹۵۰ محلي ټولګي رامنځته کوي، چې پکې به ۱۴۰ زره افغان ماشومان زده کړې کوي. 

یونیسف دا نه ده واضحه کړې، چې دا ټولګي به څه وخت پیل شي، خو یادې ادارې له دې وړاندې هم د هیواد په ډیری ولایتونو او سیمو کې افغان ماشومانو ته په محلي ټولګیو کې د زده کړو زمینه مساعده کړې ده.

تړلي موضوعات