کندهار کې ۱۵۰ جرېبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې

کندهار کې ۱۵۰ جرېبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې افغانستان
د دغه ولایت بېلابېلو ولسواليو کې ۷ د اومانو په نوم د نشه يي توکو کارخونې هم له منځه وړې دي

د کندهار ولایت امنیه قومنداني په دغه ولایت کې د تېرو ۲ میاشتو پر مهال له کوکنارو څخه د ۱۵۰ جرېبه ځمکې د پاکېدو خبر ورکوي.

د دغې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد حریت نيوز ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي، منسوبینو یې تېرو ۲ میاشتو کې د کندهار په ښکته ميوند، لوړ ميوند او ارغنداب ولسواليو کې د نشه یي توکو کرکیلې پر وړاندې عملیات ترسره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو عملیاتو کې ۱۵۰ جرېبه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه شوې ده .

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو د دغه ولایت بېلابېلو ولسواليو کې ۷ د اومانو په نوم د نشه يي توکو کارخونې هم له منځه وړې دي.

تړلي موضوعات