پاکستان زرګونو افغان کورنیو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي

پاکستان زرګونو افغان کورنیو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي سیمه
افغان کډوال د هېواد پر لور

ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډيوګانو کې افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستان ورته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي او ډېر غیري مناسب چاپېریال کې ایسار دي.
کډوال وايي، چې لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له لویو ستونزو سره مخ دي؛ دوی له پاکستاني حکومت غواړي، چې وطن ته د تلو اجازه ورکړي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه ویلي، چې د پاکستان محدودې آسانتیاوې، د خلکو او موټرو اوږده او سخته تلاشي، د کډوالو د ثبت لپاره ګمارل شوي نا کافي پرسونل او کمزوري سیستم، افغانستان ته د مهاجرینو ستنېدو پروسه ټکنۍ کړې.

افغان سفارت همدارنګه زیاته کړې، لا تر اوسه په دې اړه چې د کډوالو، په ځانګړي ډول سوداګرو نغدي پیسې او غیر نغدي اموال څنګه افغانستان ته انتقال شي؛ ناڅرګندتیا موجوده ده. 
د افغان سفارت په خبره، چې د اعلان شوې تګلارې په پایله کې پاکستان کې یو مافیا رامنځته ته شوې چې په مختلفو پلمو له افغان مهاجرینو پیسې اخلي او ځوروي یې.

تړلي موضوعات