د هند مذهبي مراسمو کې د ټېل ماټېل په مهال ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند مذهبي مراسمو کې د ټېل ماټېل په مهال ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
هند کې مذهبي مراسم

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د هندي چارواکو په حواله ویلي، د دغه هېواد شمال کې د «مها کمب» په نوم مذهبي مراسمو کې ۳۰ تنه مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

 

اژانس زیاتوي، پېښه پرون چهارشنبه د جنوري ۲۹مه د پاریګراج ښار کې را منځ ته شوې.

 

د هند اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د دې پېښې اصلي لامل د چارواکو کمزوری مدیریت بللی دی.

 

راپورونه وایي، پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې یو شمېر زیارت کوونکي د پاریګراج ښار سیند کې لمبېدل په ټېل ماټېل کې په هغو کسانو وختل چې د سیند په غاړه پراته وو.

تړلي موضوعات