د کال پیل د پاکستاني پوځيانو لپاره ښه نه و!

د کال پیل د پاکستاني پوځيانو لپاره ښه نه و! سیمه
انځور ارشیف

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ  ویلي، د کال لومړۍ میاشت (جنوري) کې ټول ۹۱ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

 د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې د دغه بنسټ د مالوماتو له مخې لیکلي، د تېرې میاشتې بریدونه د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ هغې په پرتله ۴۲ سلنه زیات شوي.

 سرچینې ويلي، وژل شویو له ډلې ۸۸ امنیتي ځواکونه دي چې ۳۵ یې وژل شوي او ۵۳ نور یې بیا ټپیان دي.

 خو خپلواکې رسنۍ بیا د پاکستان تېرې میاشتې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله تر دې زیاته ښيي.

 پاکستان شنونکي وایي، چې هېواد کې یې نا امني مخ پر زیاتېدو ده او چارواکي او ادارې یې د قانون د پلي کېدو په ځای په سیاست بوختې دي.

تړلي موضوعات