جنوبي کوریا دې په اساسي قانون کې د اصلي دښمن په توګه وپیژندل شي

جنوبي کوریا دې په اساسي قانون کې د اصلي دښمن په توګه وپیژندل شي نړۍ
اون پلازمېنه سئول یې په شمالي کوریا کې د رژیم د له منځه وړلو پر هڅو تورن کړی دی

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تیره ورځ غوښتنه کړې، چې په اساسي قانون کې دې تغیر راشي او جنوبي کوریا دې په کې د شمالي کوریا د اصل دښمن په توګه وپیژندل شي. 

رویټرز خبري شبکې د شمالي کوریا د دولتي رسنیو په حواله ویلي، چې کیم جونګ اون په اساسي قانون کې جنوبي کوریا د اصلي دښمن په پژندلو سره غواړي ډاډ تر لاسه کړي، چې پر جنوبي کوریا د برید پر مهال یې مخه ونه نیول شي. 

په ورته مهال د شمالي کوریا مشر ویلي، دې پریکړې ته رسیدلی، چې له جنوبي کوریا سره یووالی ممکن نه دی او پلازمېنه سئول یې په شمالي کوریا کې د رژیم د له منځه وړلو پر هڅو تورن کړی دی.

تړلي موضوعات