سیاسي کمېسیون د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې

سیاسي کمېسیون د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې سیاست
سیاسي کمېسیون د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه شوې.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې د افغانستان سیمې پر وضعیت، د ملګرو ملتونو پر وروستي پرېکړه لیک، د افغان کډوالو پر ستونزو او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. 

خبرپاڼې زیاته کړې، چې همداراز غونډه کې د اسلامي امارت د کورني سیاست پر مسودې او د چارو پر پرمختګ د خبرو ترڅنګ د ځينو مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه هم نيول شوي دي.

تړلي موضوعات