څلورو ولایتونو کې ۱۴۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړې پیل شوې

څلورو ولایتونو کې ۱۴۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړې پیل شوې افغانستان
حرفوي زده کړو کې به ۱۳۹۳ کسانو ته په بیلابیلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل، بامیان، دایکندي او بغلان ولایتونو کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو بیلابیل ټولګي پیل شوي دي. 

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې حرفوي زده کړو کې به ۱۳۹۳ کسانو ته په بیلابیلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي، چې په ترڅ کې به یې یاد کسان د یو کسب خاوندان شي. 

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو په اساس دې څه کم یو زر ۴ سوه کسانو ته به د چرګانو د ساتنې، بریښنایی وسایلو جوړونې، موټرجوړونې، موټرسایکل جوړونې، خیاطۍ، لاسي صنایعو ګنډل، د مېوو او سبزیجاتو پروسس، غالۍ اوبدل، د مچیو پالنې، ترکاڼي او کمپیوټر په برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کیږي.

تړلي موضوعات