د امرالله صالح دفتر ورڅخه د شپږ میلیونه ډالرو رشوت غوښتنه کړې
د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي هرات ولایت ته د سفر پر مهال په هېواد کې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې له اعلان کولو وروسته، د پخوانۍ ادارې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پانګونې دغه اعلان تبلیغات او سیاسي موخه بللې ده.
د عزیزي بنسټ رئیس میرویس عزیزي په خپله ایکس پاڼه د یوه سند په خپرولو سره د امرالله صالح څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې امرالله صالح د مخکینۍ ادارې پر مهال له نوموړي څخه د شپږ میلیونه ډالره رشوت غوښتنه کړې ده.
د عزیزي بانک رئیس په نوموړي او عزیزي بانک د امرالله صالح لفظي ګوزار سبب د عزیزي بانک له لوري رشوت نه ورکول، د ۱۰ میلیون ډالرو قرض ورکړې غوښتنې ردول او له امرالله صالح سره په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ښاغلي عزیزي د مالي همکارۍ نه کول بللی دي.
ښاغلي عزیزي همداراز په هېواد کې د لس میلیارد ډالره پانګونې د اعلان په اړه ویلي، چې له یادې لس میلیارده ډالري پانګونې څخه کومه سیاسي موخه نه لري، بلکې د سوداګرۍ او د پرمختګ په موخه خپل هیواد کې پانګونه کوي.