پر پاکستان د هند بریدونه؛ د مړو شمېر ۱۹ تنو ته پورته شو

پر پاکستان د هند بریدونه؛ د مړو شمېر ۱۹ تنو ته پورته شو سیمه
پر پاکستان د هند برید د مړو شمېر لوړ شو

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هند د تېرې شپې پراخ توغندیز برید وروسته د پاکستان بهاول پور سیمه ییزو ډاکټرانو ویلي، چې د پېښې له ځایه ۱۹ مړي ور وړل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي و، چې دغو بریدونو کې ۸تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي.

ها خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو په موخه د پاکستان او هند د ملي امنیت سلاکارانو سره ټیلفوني خبرې کړې له او دواړو لوریو یې غوښتي چې تاوتریخوالی دې نه زیاتوي.

هند تېره شپه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په ۹ بېلابېلو سیمو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، خو پاکستان وایي، چې هند ته به مناسب ځواب ورکړی.

بلخوا دغو بریدونو پراخ غبرګونونه راپارولي او له دواړولو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات