پر پاکستان د هند برید؛ مرګ ژوبله ۸۸تنو ته لوړه شوې
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد چودري تېره ورځ ناوخته رسنیو ته ویلي، د هند بریدونو کې ۳۱تنه وژل شوي او ۵۷نور ټپیان دي.
ډان نیوز د چوهدري له قوله خبر ورکړی، چې دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي.
نوموړي ویلي، د بې ګناه خلکو د وژلو غچ به هرو مرو اخلي.
بلخوا راپورونه کاږي، چې هندي پوځ هم خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۵تنه ملکیان ښودلی.
د هند پوځ بیا خپلو بریدونو کې ملکیانو ته اوښتي تلفات رد کړي په خبره یې، دوی هیڅ پوځي او ملکي تاسیسات نه دي په نښه کړي، بلکي هلته یې د هند ضد ډلو مرکزونه هدف ګرځولي.
ها خوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند بریدونه بزدلانه بللی او ویلي یې دي، دغه بریدونه به هیڅکله بې ځوابه پرېنږدي.
شهباز شریف ویلي، پاکستان د هند د برید پر وړاندې د پرېکنده غبرګون حق لري.
هند وړمه شپه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۹ اهداف په نښه کړل.