پر پاکستان د هند برید ته نړېوال غبرګونونه
د هند پوځ تېره شپه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په ۹ اهدافو پراخ توغندیز بریدونه کړي، چې دغه اقدام د یو شمېر هېوادونو له لوري له غبرګون سره مخ شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه بریدونه د شرم وړ بللي او د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اوږدمهاله سابقې ته یې په اشارې اندېښنه ښودلې.
ترکیې هم په یوه رسمي بیان کې سویلي اسیا کې د دوو اټومي قدرت لرونکو ترمنځ کړکېچ باندې اندېښنه ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د زغم غوښتنه کړې.
پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې پنجاب ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې د هند د تېرې شپې برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
د هند حکومت ویلي، دغه بریدونه یې د یاد هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې د اپرېل ۲۲مې خونړي برید ځواب کې کړي دي.
د یادونې ده، چې د هند تېرې شپې برید کې ۸تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.