منصوري قول اردو له لومړۍ پلې لوا څخه ۶۰۰تنه سرتېري فارغ شوي

منصوري قول اردو له لومړۍ پلې لوا څخه  ۶۰۰تنه سرتېري فارغ شوي افغانستان
منصوري قول اردو له لومړۍ پلې لوا څخه ۶۰۰تنه سرتېري فارغ شوي

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د لومړۍ پلې لوا څخه ۶۰۰ تنه مجاهد سرتېري له درې میاشتو مسلکي، نظامي او عقیدوي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې مسؤلینو په دې تړاو په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې ځوانو منسوبینو روزنه د اسلامي نظام د ساتنې او پایښت لپاره کېږي، چې باید د هېواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړي او د خلکو خدمت په اخلاص او صداقت سره تر سره کړي. 

دغه راز فارغ شویو سرتېرو د نظامي مانورونو په ترسره کولو سره ژمنې کړې، چې په هر ډول سختو شرایطو کې به د ولس خدمت او د هېواد ساتنه کوي.

تړلي موضوعات