امریکا او بریتانیا یو ځل بیا پر یمن بریدونه کړي دي

امریکا او بریتانیا یو ځل بیا پر یمن بریدونه کړي دي نړۍ
پر یمن تازه بریدونه

د حوثيانو تلوېزیون "المسيرة" نن سهار شنبه خبر ورکړی، چې امريکايي او بريتانوي الوتکو يوځل بيا د يمن پر پلازمېنې صنعاء ښار هوايي بريدونه ترسره کړي.

د ياد تلوېزیون په حواله په دې بريد کې د الديلمي په نوم هغه هوايي اډه په نښه شوې چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د حوثيانو په ولکه کې ده.

دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د امريکايي او بريتانوي ځواکونو دويم لوی بريد دی چې پر يمن يې ترسره کوي.

العربية چينل د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي چې دا بريدونه د يو اس اس کارني په نوم پوځي بېړۍ څخه ترسره شوي او په لړ کې یې د حوثيانو پوځي اهداف او رادارونه په نښه شوي دي.

تړلي موضوعات