تورخم دروازه ټرانزېټ پر مخ تړل شوې

تورخم دروازه ټرانزېټ پر مخ تړل شوې افغانستان
د دروازې تړلو له امله ولاړ موټرونه

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر تازه خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه د تېرې شپې راهیسې پاکستاني لوري د ټرانزېټ پر مخ تړلې ده.

یاد دفتر زیاته کړې، چې اوس مهال دواړو لوریو ته د موټر چلوونکو څخه د ویزې غوښتنه کېږي.
د دې سرچینې په خبره، چې د ستونزې حل په موخه مسؤلین خبرې کوي او ډېر ژر به یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم څو ځله د تورخم دروازه پاکستاني لوري د موټر چلوونکو ویزو نشتون له کبله تړلې وه، چې دا له موټر چلوونکو څخه د پاکستاني حکومت نوې غوښتنه ده.

تړلي موضوعات