څلور ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۸ تنه نیول شوي

څلور ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۸ تنه نیول شوي افغانستان
په نیول شویو کسانو کې ۱۲ کسه هرات کې د غلا په تور

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو  ۲۴ساعتونو کې په هرات، جوزجان، زابل او لوګر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو  ۱۸تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۲ کسه هرات کې د غلا په تور، ۴ کسه جوزجان کې د غلا، یو کس زابل کې د غلا او یو تن په لوګر ولایت کې د قتل په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د جنایي مجرمینو پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي او جنايي جرمونه ډېرې ټیټې کچې ته راښکته شوي دي.

تړلي موضوعات