د اسلامي امارت ویاند: د افغان ښځو په اړه د یوناما اندېښنه بې ځایه ده

د اسلامي امارت ویاند: د افغان ښځو په اړه د یوناما اندېښنه بې ځایه ده سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند د یوناما وروستي راپور ته غبرګون کې ویلي، چې د افغان ښځو په اړه د یوناما اندېښنه بې ځایه او سمه نه ده.

مولوي ذبیح الله مجاهد تازه ویلي، چې افغان مېرمنې پخپله حجاب مراعتوي او زور زیاتي ته اړتیا نه لري.
یوناما نن ورځ ادعا کړې، چې افغانستان کې د بې حجابۍ له کبله یو شمېر افغان ښځې نیول شوې او زور زیاتی ورسره شوی؛ خو د اسلامي امارت ویاند د یوناما دا خبرې پروپاګند بللې.

ښاغلي مجاهد په دې اړه زیاته کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت منسوبینو لخوا چا سره زور زیاتی نه دی شوی او په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه لري.

تړلي موضوعات