له رسینو سره دې د تعامل کچه نوره هم پراخه شي

له رسینو سره دې د تعامل کچه نوره هم پراخه شي افغانستان
له رسینو سره دې د تعامل کچه نوره هم پراخه شي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت اړوند مرکزي او ولایتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونې ستراتيژيک سیمینار کې ویلي، ټول ویاندویان دې خپل نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونه نور هم چټک کړي.

ښاغلي حقاني له ویاندویانو غوښتنه کړې، چې له رسنیو سره دې د تعامل کچه نوره هم پراخه کړي او د خبریالانو د اړتیا وړ معلومات دې له هغوی سره پر وخت شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونې ستراتيژيک سیمینار د تېري دوشنبې په ورځ پیل شوی و او نن پای ته ورسېد.

تړلي موضوعات