د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي

د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه ځوان منسوبین له بیلابیلو ښوونیزو عقیدوي، نظامي، او مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې فراغت غونډه کې ګڼ شمیر مسؤولینو برخه اخیستې او له فارغ شویو مجاهدینو څخه یې غوښتنه کړې، چې له خپل قوت څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره کار واخلي او له خلکو سره نیک چلند وکړي. 

دغه راز فارغ شویو مجاهدینو د نظامي ماورونو په ترسره کېدو سره ژمنې کړي، چې د خپلو وینو په قیمت به له اسلام او هیواد څخه دفاع کوي.

تړلي موضوعات