ایران کې د افغان کډوالو حقوقي او قضايي ستونزو حل لپاره د ایران پلاوی کابل ته دعوت کېږي
په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د وروستیو دوه اړخیزو اقتصادي پرمختګونو، ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراخولو او په ایران کې د افغان کډوالو د قونسلي خدماتو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي څرګنده کړې، چې ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضایي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضایي موضوعاتو کې د مرستې لپاره به له ایران څخه یو با صلاحیته پلاوی کابل ته د اسلامي امارت د سترې محکمې له لوري رسمي دعوت شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حسن کاظمي قمي په دې کتنه کې پر سیمه ییز اتصال، د چابهار بندر فعالیت، د چین، افغانستان او ایران ګډ کریدور او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتووالي خبرې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمي هېوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د رابلل کېدو خبره هم کړې.