اير العربيه هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې

اير العربيه هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې افغانستان
د ایر العربیه شرکت الوتکه

ایر العربیه نړېوال هوايي شرکت کابل هوايي ډګر ته الوتنې پیل کړې.

د افغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې ایر العربیه شرکت لومړۍ الوتنه نن چهارشنبه کابل نړېوال هوايي ډګر ته ترسره کړه.

د دې وزارت په خبره، چې له دې وروسته به یاد نړېوال هوايي شرکت په عادي ډول هر ورځ د شارجې او کابل ترمنځ یوه الوتنه کوي.
د وزارت مسؤلینو په خبره، چې د دې الوتنو پیل سره به مسافرو ته لا اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې فلای دوبی نړېوال هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړې وې.

تړلي موضوعات