د ناروې شارژدافېر افغانستان کې پر اقتصادي لاسته راوړنو خوښي ښودلې

د ناروې شارژدافېر افغانستان کې پر اقتصادي لاسته راوړنو خوښي ښودلې سیاست
شېر محمد عباس ستانکزي او پاول کلومن بکن

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر د شېر محمد عباس ستانکزي سره کتنه کې افغانستان کې پر ثبات، امنیت، اقتصادي لاسته راوړنو او راستنېدونکو کډوالو پر ښه مدیریت خوښي ښودلې ده.

بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان کې وروستي پرمختګونه نه پټېدونکي او بې مخینې دي. 

بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې ښاغلي ستانکزي دې کتنه کې زیاته کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو پروسه ښه مدیریت کړه او هغوی ته یې د سرپنا، خوراکي توکو، پوښاک او روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړې.

بلخوا شېر محمد عباس ستانکزي د ناروې شارژدافېر پاول کلومن بکن ته ویلي، چې کډوالو ته خدماتو لپاره لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې د نړېوالو همکاریو ته هیله مند یوو.

د یاد وزارت ویاند په خبره، چې دې کتنه کې د یادو موضوعاتو سربېره په ورته نورو دوه اړخیزو او سیمه ییزو موضوعاتو هم خبرې اترې شوې دي.

تړلي موضوعات