حماس په اسرائیلي اشغالګرو توغندیز بریدونه کړي؛ نیمايي په اهدافو لګېدلي
د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسام ځواکونو تازه په اسرائیلي اشغالګر رژیم توغندیز بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ګڼ اسرائیلیان ټپیان شوي دي.
عربي رسنیو خبر ورکړی، چې بېګا ناوخته القسام ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په عسقلان او اسدود ښارونو توغندي توغولي چې له امله یې اسرائیلو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي.
القسام خپور کړي راپور کې ویلي، چې د اسرائیلي وحشي رژیم د وحشتونو د دوام په غبرګون کې یې دا توغندیز برید ترسره کړی.
د اسرائیلو ۱۲ خبري چېنل منلې چې په عسقلان کې د توغندیز برید له امله ۷ تنه اسرائیلیان ټپیان شوي دي او زیاتوي چې یاد برید ګڼې ودانۍ او موټرې ویجاړې کړې دي.
اسرائیلي پوځ هم منلې چې د غزې څخه د اشغال شوي فلسطین په لورې ۱۰ توغندي توغول شوي چې د ۵ مخنیوی یې شوی خو ۵ نور یې د اوسپنیزې ګنبدې څخه په بریالیتوب وتلي چې له امله یې تلفات رامنځته شوي دي.
د حماس جهادي غورځنګ لخوا دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د یو نیم کال خونړۍ جګړې وروسته په غزه کې د جهادي غورځنګونو لخوا د توغندیزو بریدونو ترسره کولو اسرائیل وارخطا کړي او د دوی د لومړي وزیر نتنیاهو هغه ادعا یې هم ناسمه ګرځولې چې ګواکې د مقاومت ځواکونو لخوا د بریدونو ترسره کولو وړتیاوې یې له منځه وړې دي.