مولوي سعدالله بلوچ اندونیزیا کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی
د رسنیو د راپور له مخې مولوي سعدالله بلوچ اندونیزیا کې د افغانستان نوي سفیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته خپل رسمي کارونه پیل کړي دي.
مولوي سعدالله تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د سرحدي چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې ګڼو اسیايي هېوادونو سربېره ناروې هېواد هم د اسلامي امارت نوي سفیران او ډیپلوماټان ومنل چې افغان حکومت یې نړۍ او سیمې سره د اړیکو نوی اغېزمن څپرکی بولي.