لغمان ولایت کې ۳۲۷ دښمنۍ پای ته رسېدلې

لغمان ولایت کې ۳۲۷ دښمنۍ پای ته رسېدلې افغانستان
لغمان کې حل شوې دښمنۍ

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو په منځګړیتوب لغمان کې ۳۲۷ دښمنۍ حل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دغه دښمنۍ یې مرکز مهترلام ښار علینګار، دولت شاه، علیشنګ، قرغه ای او بادپښ ولسوالیو کې حل او فصل کړې دي.

ویل کیږي دغو دښمنیو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت هېواد کې د قومونو ترمنځ د شخړو حل لپاره پراخې هڅې کړې او تېرو نږدې څلور کلونو کې یې سلګونه دښمنۍ حل کړې دي.

تړلي موضوعات