کرملین: مسکو د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ حل ته چمتو ده
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ تازه د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام د کړکېچونو حل ته چمتوالی ښودلی.
د مسکو له لوري دا چمتووالی وروسته له هغې ښودل کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د اټومي موافقې په نه صورت کې د بې مخینې بمبارۍ خبرداری ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، مسکو په وار وار سیمه کې د اندېښنو مخنیوي په موخه د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، مسکو له خپل ایراني شریکانو سره د اټومي تاسیساتو په اړه په پرلپسې ډول مشوره کې دی.
نوموړي د دغه ستونزې په سوله ییز حل ټېنګار کړی او دې برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سرګي ریابکوف، پر ایران د ټرمپ له لوري د بمباریو څرګندونې ګڼو هېوادونو کې د وضعیت پېچلتیا بللې.