امریکا کې وسلوال برید؛ شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا ویرجینیا ایالت شمال ختیځ کې د وسلوال برید په مهال درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امنیتي چارواکو له قوله وايي، پېښه پرون سه شنبه د یاد ایالت سپوتسیلوانیا کاونټي ښارګوټي کې مازدیګر مهال رامنځته شوې او برید کوونکي په تېښته شوې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، د پېښې ځای واشنګټن ډي سي ته په ۹۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او لامل یې نه دی روښانه شوی.
د ویرجینا ایالت امنيتي چارواکو ماښام مهال په خبري کنفرانس کې ویلي، ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او زیاته کړې ده، چې د برید کوونکو په نیولو لا تر اوسه نه دي بریالي شوي.
ګڼ امریکایان په هغه هېواد کې د چړو او وسلوالو بریدونو زیاتېدو له امله اندېښنه لري او له حکومته د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي.