د سرحدي پولیسو لوی رئیس د تورخم کمیساري فعالیتونه ارزولي
د سرحدي پولیسو لوی رئیس پاسوال ملا شېرمحمد شریف تورخم ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښي د کتنې او تورخم کمیساري فعالیتونو ارزونې لپاره تورخم ته تللی.
د سرحدي پولیسو د رسنیو مسئول عابدالله فاروقي ویلي، ښاغلي شریف د دې سفر په ترڅ کې د تورخم کمیساري مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي او کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرو لارښوونه کړې.
نوموړي داسې مهال تورخم ته سفر کړی، چې دا مهال له پاکستانه هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنېدو دویم پړاو پیل شوی، چې د راپورونو له مخې تېرو څلور ورځو کې ۴زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.