د ا.ا پلاوي اسلام اباد کې له پاکستان لوري سره په دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې کړې
پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د پاکستان سوداګرۍ وزیر جام کمال خان سره ګډه ناسته کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاریو، موجوده ستونزو، احتمالي حل لارو او نور کډو موضوعاتو خبرې کړې دي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پیاوړتیا پر وړاندې د مناسبې حل لارې په موندلو ټینګار کړی.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ افغان پلاوي پاکستان ته تللی او هلته به له پاکستاني چارواکو د سوداګریزو، ټرانزیټ، کډوالو نورو برخو په اړه خبرې اترې کوي.