د روسیې سترې محکمې د ا.ا نوم د ممنوعه سازمانونو له لېسته وایست

د روسیې سترې محکمې د ا.ا نوم د ممنوعه سازمانونو له لېسته وایست سیاست
انځور ارشیف

د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، د روسیې سترې محکمې دغه هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له لېسته د اسلامي امارت نوم ایستلی دی.

 روسیې او یوشمېر نورو هېوادونو اسلامي امارت د هغو ډلو یا سازمانونو په کتار کې راوستی و، چې په فعالیتونو یې بندیز لګول شوی و، خو اوس تازه د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد سترې محکمې یوه قاضي اولیګ نیفیدوف له قوله خبر ورکړی، چې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم له دغه لېسته ایستلی دی.

 ټاس دغه راز راپور کې د روسیې سترې محکمې له لوري د یادې پرېکړې ژر تر ژره عملي کېدو خبر ورکړی.

تړلي موضوعات