غزه کې د نسل وژنې دوام؛ ۲۱۰ خبریالان هم په نښه شوي

غزه کې د نسل وژنې دوام؛ ۲۱۰ خبریالان هم په نښه شوي نړۍ
غزه کې په نښه شوي خبریالان

حماس جهادي غورځنګ ویلي، غزه کې د اشغالګرو له لوري په وحشیانه ډول د نسل وژنې له پیله ۲۱۰ خبریالان هم په قصدي ډول په نښه شوي دي.

حماس د نیواکګرو له لوري خیمو کې د خبریالانو په نښه کول یو ستر جنایت او د اشغال د ښکاره سرغړونو د شرمناک تسلسل دوام بللی دی.

حماس له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې د ژورنالېستانو پر وړاندې جنګي مجرم نتنیاهو حکومت د جنګي جنایتونو، قتل عام او سرغړونو پر وړاندې ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ غزه کې اسرائیلي اشغالګرو د خبریالانو خیمه په نښه کړه، چې احمد منصور په نوم خبریال په کې په اور کباب شو.

تړلي موضوعات