د تورخم له لارې ۴ ورځو کې ۴ زره کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د خبر پاڼې له مخې، د روانې اونۍ په اوږدو کې د تورخم له لارې ۴ زره کورنۍ را ستنې شوې دي.
سرچینه وايي، له پاکستانه را ستانه شوي ډېری کډوال په اجباري ډول را وېستل شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، دغه کورنۍ د پښتونخوا په ګډون د پاکستان پنجاب او يو شمېر نورو سيمو څخه راغلي دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسېد، د کډوالو نړیوال سازمان له اسلام اباد وغوښتل چې د کډوالو ستنولو کې له انساني چلند کار واخلي.
په همدې مهال بیا یو شمېر هغه کورنۍ چې له پاکستانه راستنې شوي وايي، پاکستاني حکومت ورسره ناسم چلند کړی او خپلې شتمنۍ ترې په زور ګرځولي.
یاده دې وي، چې پاکستان کې پاتې نور افغان کډوال هم د پاکستاني حکومت له لوري له ناسم چلند سر ټکوي.