د کابل او تهران ترمنځ دې اقتصادي برخه کې شوې هوکړه عملي شي
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ پلي کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې تخنیکي کمېټې ناسته کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دې ناسته کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، ټرانزېټي ستونزو حل، د افغانستان کرنې سکټور میکانیزه کول، ټرانسپورټ برخه کې د شویو پرېکړو تطبیق، د افغانستان کانونو کې پانګونې او ګمرکونو کې د لا زیاتو اسانتیاوو په چمتو کولو بحث شوی.
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې توافقنامه ۹۲ مادې لري، چې سوداګرۍ، ټرانزېټ، ټرانسپورټ، کرنې، کانونو او یو شمېر نور برخې لري، چې په بشپړ پلي کولو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې زیاتوالی راشي.
په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو کډه کمېټه داسې مهال ناسته کوي، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ دفتر مسئول محمد رضا ناظري د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم سره هم کتنه کې په اقتصادي اړیکو خبرې اترې کړې دي.