رئیس الوزرا مولوي محمد حسن آخوند له پاکستانه راغلي پلاوي سره کتلي

رئیس الوزرا مولوي محمد حسن آخوند له پاکستانه راغلي پلاوي سره کتلي سیاست
رئیس الوزرا مولوي محمد حسن آخوند له پاکستانه راغلي پلاوي سره کتلي

د ارګ په ایکس پاڼه خپاره شوي خبر کې راغلي، چې رئیس الوزرا مولوي محمد حسن آخوند او د کابینې یو شمېر غړو په ارګ کې د پاکستان د جمعیت علماء پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ له راغلي پلاوي سره کتلي دي. 

د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې ښاغلي رئیس الوزرا راغلي پلاوي ته د هر کلي تر څنګ هیله کړې، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو د وروڼو ولسونو تر منځ د اخوت او مثبتو اړیکو د تقویې سبب وګرځي.

په ورته مهال مولوي محمد حسن اخوند ویلي ممکنه ده، چې د دواړو حکومتونو تر منځ ځینې وختونه ستونزې پیښې شي، خو دواړه داسې هیوادونه دي، چې د ولسونو تر منځ یې بیلتون امکان نه لري او علما کرام هم د ګډو ارزښتونو له امله له یو بل څخه نشي بېلېدای. 

دغه راز د افغانستان د اسلامي امارت رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند زیاته کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او اسلام چاته د ضرر رسولو اجازه نه ورکوي، او اسلامي امارت نه پرېږدي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د کوم ګاونډي په خلاف وکارول شي. 

په ورته مهال ښاغلي رئیس الوزرا ویلي، چې علما د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو په له منځه وړلو کې ښه رول لري او یادونه یې کړې، چې پاکستانی لوری دې په دې هېواد کې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي، چې دغه ډول چارې نه یوازې ستونزې کمولی نشي، بلکې لا هم بدبیني او مخالفتونه زیاتوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې له پاکستان د راغلي پلاوي مشر مولانا فضل د اسلامي امارت بریا لویه فتحه بللې او هیله یې ښودلې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت په لا استحکام سره ټولې نړۍ ته مثبت اثرات ورسیږي. 

په همدې حال کې ښاغلي مولانا فضل الرحمن ویلي، چې دوی د کډوالو د ایستلو په تړاو د خپل مخالفت غږ پورته کړی او افغانستان ته د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د غلط فهمیو له منځه وړل او د دواړو هېوادونو تر منځ  د سیاسي اړیکو، اقتصاد، تجارت او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې لټول بللي دي. 

دغه راز په دې لیدنه کې ټینګار شوی، چې دواړه هېوادونه باید د ټولو ستونزو د حل لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي او له داسې اقداماتو ډډه وشي چې د ستونزو د ډېرېدو سبب ګرځي.

تړلي موضوعات