افغانستان د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او ټینګښت غواړي

افغانستان د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او ټینګښت غواړي سیاست
افغانستان د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او ټینګښت غواړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره کتنه کې ویلي، چې خوارج د یو مشترک دښمن په توګه د سیمې د ناامنه کولو او بې ګنا خلکو د وژلو هدف لري.  

ښاغلي سیاسي مرستیال په ایران کې د وروستۍ تروریستي پېښې له امله چې پکې تر سلو پورې کسان ووژل شول ایراني لوري ته تسلیت ویلی په خبره یې، له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي او اسلامي امارت د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او تحکیم غواړي.

ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره غواړي افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال مرکز په توګه مهم رول تر سره کړي. 

په ورته مهال د ایران سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي ویلي، چې د ایران بهرنۍ سیاست د افغانستان له اسلامي امارت سره په همکاریو ولاړ دی، چې د برښنا، سوداګرۍ، کرنې، کانونو په برخه کې پر تړونونو سربیره نورو تخنیکي او اړینو همکاریو ته هم چمتو دي. 

په همدې حال کې ښاغلي قمي زیاته کړې، چې ایران د سیمه ییز ګډ ټرانزیت لپاره هڅې کوي، چې د سیمې هیوادونو ته د اقتصادي پیاوړتیا فرصت په رامنځته کیدو سربیره به د افغانستان مالونه په مستقیم ډول د اروپا بازارونو ته رسیږي.  

ښاغلي قمي دغه راز ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ نفاق رامنځته کوونکې کړۍ به هیڅکله بریالۍ نشي او ایران د افغانستان د اسلامي امارت د مخالفینو پر ملاتړ نه کولو سربیره غواړي افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ برخه وګرځوي.

تړلي موضوعات