د امریکا بهرنیو چارو وزیر: د امریکایي بندي ازادول د واشنګټن او کابل اړیکو کې مثبت او رغوونکی اقدام دی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: د امریکایي بندي ازادول د واشنګټن او کابل اړیکو کې مثبت او رغوونکی اقدام دی سیاست
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستانه د یوه امریکایي بندي خلاصون د افغانستان او امریکا اړیکو برخه کې مثبت او رغوونکی ګام بللی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، یو شمېر نور امریکایي وکړي هم افغانستان کې بندیان دي، چې د خلاصون هیله یې ښودلې.

په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزات ویاند د یوې خبري ناستي پر مهال ویلي، هېواد ته د امریکایي وګړو بیرته ستنول د یاد وزارت په لومړیتوب کې دي او امریکايي ولسمشر ټرمپ هېواد ته د ټولو امریکایي وګړو بیرته ستنولو هلې ځلې کوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اسلامي امارت د حسن نیت ښودلو په موخه یو امریکایي وګړی له زندانه خوشی کړی دی.

تړلي موضوعات