د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي ماموریت تر یو بریده مثبت دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي ماموریت تر یو بریده مثبت دی سیاست
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي ماموریت تر یو بریده مثبت دی

د ا.ا.ا مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ماموریت په اړه ویلي، چې نوموړي تر اوسه ښه رول لوبولی او تر یوه بریده په واقعیتونو ولاړ دی، چې موږ یې ستایو. 

ذبیح الله مجاهد ویلي، هڅه باید وشي چې فریدون سینیرلي اوغلو او یا بل څوک د هغه پر ځای ګمارل کیږي ريښتونی وي او د افغانستان واقعتونه په ښه ډول انتقال کړي، تر څو موجوده ستونزې او شکونه لیري شي. 

فریدونه سینیرلي اوغلو د اسلامي امارت او سیمي هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه کړې او ملګرو ملتونو ته یې وړاندې کړې ده.

تړلي موضوعات