ټاکل شوې نن د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن کابل ته راشي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله آېکس ټولنیزه پاڼه خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې مولانا فضل الرحمن ویلي وو، د دغه سفر موخه یې د دواړو هیوادونو د اړیکو پیاوړي کېدل دي او په دې سفر کې به د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره هڅه وکړي.