تیرو درې میاشتو کې یې له ۲۰۰ زیات کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي

تیرو درې میاشتو کې یې له ۲۰۰ زیات کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي افغانستان
تیرو درې میاشتو کې یې له ۲۰۰ زیات کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي

د بلخ امنیه قومنداني خبر ورکوي چې د تیرو درې میاشتو پر مهال یې په ۱۶۹ جنایي پېښو کې ۲۰۲ تنه تورن کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمد اصف وزیري ویلي، چې دغه کسان امنیتي منسوبینو د موټرو، موبایلونو او له کورونو څخه د غلا قضیو په تړاو نیولي.

په همدې حال کې د بلخ آمنیتي مسؤولین زیاتوي، چې تیره پنج شنبه د یو کرولا ډوله موټر د مزار ښار له اړوند سیمې څخه له ورکیدو  ۲۴ ساعته وروسته د کشفي ځواکونو له لوري کشف او مالک ته سپارل شوی دی. 

په ورته مهال د موټر مالک ویلي، چې آمنیتي ځواکونو یې د موټر په پیدا کولو کې زیاتې هڅې کړي، چې امله یې ورک شوی موټر بیرته پیدا او ورسپارلی، چې د آمنیتي ځواکونو له پرلپسې هڅو څخه یې مننه او قدردانۍ کړی.

تړلي موضوعات