روان کال د ښځو په ګډون تر ۱۰۰ زره زیات کسان پر دندو ګمارل شوي

روان کال د ښځو په ګډون تر ۱۰۰ زره زیات کسان پر دندو ګمارل شوي افغانستان
روان کال د ښځو په ګډون تر ۱۰۰ زره زیات کسان پر دندو ګمارل شوي

د کار ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل او د قوس میاشتې تر پایه ۱ لک ۹ زره ۸۲۴ کسان په بیلابیلو دولتي او خصوصي برخو کې پر دندو ګمال شوي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه کسان چې په بیلابیلو برخو کې ګمارل شوي یواځې ۲۶ زره او ۳۲۶ تنه یې ښځې دي. 

په ورته مهال د کار ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې روان کال ۱ زر ۴۸۹ خارجي وګړو ته هم د کار کولو جوازونه ورکړل شوي دي.

تړلي موضوعات