قطر کې افغان سفیر د الجزیرې د عربي څانګې له مشر سره کتلي
قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د یاد هېواد له نړېوالې ټلوېزیوني شبکې «الجزیرې» د عربي څانګې له مشر احمد الیافعي سره کتلي دي.
یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د فرهنګي همکاریو، د خبریالانو د روزنې او د رسنیزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو بحث کړی.
یاد سفارت پر اېکس ویلي، چې ښاغلي شاهین د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړېوال پوښښ په برخه کې د الجزیرې شبکې همکاري مهمه وبلله.
د سرچینې په خبره، چې بلخوا کتنه کې ښاغلي الیافعي د افغانستان روان وضعیت مثبت ارزولی او د رسنیزې همکارۍ په برخه کې یې چمتووالی ښودلی.
د یادونې وړ ده، چې الجزیره د نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ په کچه نوموتې او معتبره رسنۍ ده، چې د مسلمانو هېوادونو په خاص ډول د فلسطین پېښو ته ځانګړی او بې ساری انعکاس ورکوي.