د سیاحتي شرکتونه جوازونه برېښنایي کیږي
د اطلاعاتو او کلتو وزارت اداري، مالي او ګرځندوی معین قدرت الله جمال هرات کې د یو شمېر سیاحتي، زیارتي، روغتیایي او انلاین خدماتو وړاندې کولو شرکتو مسولینوسره کتنه کې د سیاحتي شرکتونو جوازونو له برېښنایي کېدو خبر ورکړی.
ښاغلي جمال ویلي، ټاکل شوې سیاحتي جوازونه په معیاري شکل نوې طرحې سره صادر او فعال شرکتونه کولی شي په یوه جواز څو څانګې پرانیزې.
نوموړي د هېواد پولو او هوایي ډګرونو کې د څو مشخصو ډيټابیسونو له جوړولو هم خبر ورکړی په خبره یې، دغه اقدام یې سیاحتي سفرونو کې د اسانتیاوو او ګرځنډویانو امنیت ټینګښت په موخه کړی.
د کارپوهانو په باور د جوازونو برېښنایي کولو طرحه به له یوې خوا روڼتیا زیاته کړي او له بلې خوا به هېواد کې د سیاحتي شرکتونو د پیاوړتیا لامل شي.