ملګري ملتونه افغانستان کې ۲۴۰ سړې خونې جوړوي

ملګري ملتونه افغانستان کې ۲۴۰ سړې خونې جوړوي افغانستان
انځور ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان افغانستان کې د کچالو ساتنې ۲۴۰ صفر انرژي سړې خونې جوړوي.

یاد سازمان ویلي، هره خونه ۲۸متره مربع مساحت په درلودلو سره د ۳۰ مټریک ټنه کچالو زېرمه کولو ظرفیت لري.

یادې سړې خونې به د کچالو خرابېدو مخنیوي ترڅنګ له بزګرانو سره مرسته وکړي، چې خپل کرنیز حاصلات د اوږدې مودې لپاره وساتي.

د ملګرو ملتونو یاد سازمان داسې مهال افغانستان کې د سړو خونو جوړولو لپاره تابیا نیولې، چې اسلامي امارت هم د بزګرانو لاسنیوی او د هغوی کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه خپل لومړیتوب بللی.

تړلي موضوعات